مجموعہ اشتہارات (جلد 3)

by Hazrat Mirza Ghulam Ahmad

Page 247 of 493

مجموعہ اشتہارات (جلد 3) — Page 247

مجموعه اشتہارات ۲۴۷ جلد بزبان پشتو الطاعون بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حمد خداي لرا او سلام دوي د هغه په برگزید و بندګانو په رونړو په هوښيارانو خدائ دی په دواړه جهان په تاسو رحم و کاند پوه شئ چه طاعون ستاسو په ښهرونو کښ ډيري وا چولے او ستاسو جګرونه يي ټوټي ټوټي کړل او ستاسو ډیر دوستان پلاران زامن لونړان خزئي او همسایگان يي درنه و تښتول او ستاسو ده پاره په دې کښ د حکیم او د کريم خدائ د طرف نه لوئ ابتلا او امتحان دے او واورئ چه هره یوه بلا چه نازليږي د هغي څلور سببونه وي او د ابتدا نه فطرت نه سنت د خدائ هم دغه شان جاري دي۔ اول سبب دا دی چه خلق د خدائ د خوشحالي د لارونه واوړي او عفت او عبادت پريږدي او د هغه حقونه تلف كاند او په غرور او تکبر ژوندون تيروي او د آخرت فکر او د فسق او د فجور پرواه او د خدائ د حدونو لحاظ نه کوي او د هغه حکمونه د پښو د لاندي مږي او دهغه په مخامخ بدکاری اور بیباکئ سره په جرمونو باند اصرار کوي او هغه له قهر ورولي دویم سبب دا دی چه خلق د هغه د اولوالامرو نافرماني كوي چه د خدائ د مصلحت نه هغوئ له ورکیږي او هغوي د رعيت د غلي د انبار د پاره په مثال د ټاپي وي او چه رعايا مفسده او باغي شئ او پښي د اطاعت د پړي نه اوباسي او په معروفو خبرو او په جائزو امرونو کښ د هغوي مدد نه کوي او د هغوي په نسبت