مجموعہ اشتہارات (جلد 3)

by Hazrat Mirza Ghulam Ahmad

Page 252 of 493

مجموعہ اشتہارات (جلد 3) — Page 252

مجموعه اشتہارات ۲۵۲ جلد سوم سترګو کښ راکوز شوي دي او ستاسو د فناكولو د پاره ستاسو د کورونو په غولو کښ داخل شوي دي او څه قدر ستاسو پلاران او هلکان دهغه په ښکار کښ راغلي دي باري اوس په دانائ او په هوښيارتيا په خپل انجام کښ غور وکړي او ډير ستاسو نه دهغه په زنبيل کښ واچولي شو او قضا و قدر د هغه د کبابونو د پاره هغه وراته كړل ۔ تاسو څه پوهیږئ چه د هغي د ټولي کارروائ جړه څۀ ده باري پوي شئي چه دا ټوله نتيجه ستاسو د فسق او د فجورده اوس کښينئ او په سرو سترګو وژاړئ چه دا د خندلو او د خوشحالي وقت نه دي او خپل اندروني معاملات د خدائ په مخ کښ پاک کړي او دا وريز چه ستاسو په سپوګمئي باندي راغلي ده هغه لري کړي چه خدائ هغه شرمخ او خوفناک ځنګل تاسو نه لري کړي او تاسو له عزت او بزرگي در کړي او د خپلو کورنو هر يو طرف ښه پاک او صاف ساتئي اولاف و گزاف پريږدي او څه تیر شوي دي دهغي تلافي وکړي او که تاسو منع نه شوئ نو پوي شئ چه حما ويل د يو افسانه ګو د ويلو په شان نه دي وګورئ چه دا زورآور سیلاب څه رنګ ستاسو په ملک کښ داخل شه نو هر هغه سړي که زوړ دي او که ځوان دي چه ځما ويل قبول کړي او هزیان نه بلکه معتبريي وګنړي او ټولي جګړي پریږدئ هغه به کامیاب شي نو مناسب دي اوس تاسو د حکم قاضي په طرف راشئ او په تیرو کړو باندي پښیمانه شئي او حما ويل په خپل حق كښ حما يولوئ احسان وګنړئ هم په دغه کښ ځما او ستاسو خوشحالي ده او هر يو سړی چه حُما خبره قبوله كاندي زه اميد کوم چه خدائ به د هغه د زړه كمزورتيا لري او دهغه رنج و غم ورک او دهغه احوال درست كاندي يه خلق ماته معلوميږي او ځما فراست وای چه دا بلاد