مجموعہ اشتہارات (جلد 3)

by Hazrat Mirza Ghulam Ahmad

Page 249 of 493

مجموعہ اشتہارات (جلد 3) — Page 249

مجموعه اشتہارات ۲۴۹ جلد سوم اطاعت وکړي او سر کشي مه کوئ او خدائ يادوئ او غفلت پریږدئ او ټول په اتفاق د خدائے پري ونسئ او تفرقه د منز نه وباسئ او تزكئ د نفسونو وکړی نه چه ضد ددے او طهارت د باطن پيدا کړئ نه چه پليدي او عبادت د خپل خدائ په اخلاص کوئ او شريک ورله مه نسئ او صدقے ورکوئے او بخل پریږدئ کوشش و کړي د اسمان په طرف د ختلونه چه په زمکه کښ د ننوتلو اوپه خپلو ضعيفانو باندي رحم کوئ چه په تاسو باندي هم رحم وکړي شي او دخداي او دخپلو بادشاهانو اطاعت کوئ مخلافت مه کوئ او د حاکمانو په حکمونو او فيصلو او پروانو وغيره کښ د هغوي مخالفت مه کوئ او دهغوي د رضا نه بر خلاف يو قدم هم مخکي ورستو مه اكدئ او هر کله چه هغوي حکم وکړي نو فورا حاضر شئ او دهغي په بللو سستي مه کوئ او دهغوي د قانون نه خلاف ورزي مه کوئ او دهغوي بد مه وايئي او هر کله چه يو خدمت درته وسپارلي شي نو ډیر زر حکم منئي او دهغئ د تعميل سعي کوئ آن که د غرپه سر ختل راشي هم او د جاهلانو په شان عذرونه مه جوړوئ او د ناکاره سړو په شان انکار مه کوئ او ښه پوي شئ چه ټوله سلامتيا په قبلولو د حکمونو کښ ده او ټوله ملامتيا په نافرماني او په جګړو کښ او زه ده خدای شکر کوم چه هغه مونږ له زمانه د سلطنت د برطاني راکړے ده او د هغي په ذريعه يي ډيرې ډيرې مهربانیئ او فضل يي په مونږ کړي دے مونږ د دے سلطنت په راتلو د قسم قسم نعمتو نه وموندل ۔ زمونږ قوم علم او تهذيب زده کړه او د ډنګرو د ژوندانه نه خلاصي د هغوي نصيب شو ۔ او د حيواني جذبونه وتل او په انساني کمالات باند رسیدل هغوي لرا نصيب شو ګويا مونږ په طفيل د دي ګورنمنټ د امید او د فکر نه تیر