مجموعہ اشتہارات (جلد 3)

by Hazrat Mirza Ghulam Ahmad

Page 252 of 493

مجموعہ اشتہارات (جلد 3) — Page 252

سترګو کښ راکوز شوي دي او ستاسو د فناکولو د پاره ستاسو د کورونو په غولو کښ داخل شوي دي او څه قدر ستاسو پلاران او هلکان دهغه په ښکار کښ راغلي دي باري اوس په دانائ او په هوښيارتيا په خپل انجام کښ غور وکړي او ډير ستاسو نه دهغه په زنبيل کښ واچولي شو او قضا و قدر د هغه د کبابونو د پاره هغه وراته کړل۔تاسو څۀ پوهيږئ چه د هغي د ټولي کارروائ جړه څۀ ده باري پوي شئي چه دا ټوله نتيجه ستاسو د فسق او د فجورده اوس کښينئ او په سروسترګو وژاړئ چه دا د خندلو او د خوشځالي وقت نه دي او خپل اندروني معاملات د خدائ په مخ کښ پاک کړي او دا وريز چه ستاسو په سپوګمئي باندي راغلي ده هغه لري کړي چه خدائ هغه شرمخ او خوفناک ځنګل تاسو نه لري کړي او تاسو له عزت او بزرګي در کړي او د خپلو کورنو هر يو طرف ښه پاک او صاف ساتئي اولاف و ګزاف پريږدي او څۀ تير شوي دي دهغي تلافي وکړي او که تاسو منع نۀ شوئ نو پوي شئ چه ځما ويل د يو افسانه ګو د ويلو په شان نه دي وګورئ چه دا زورآور سيلاب څۀ رنګ ستاسو په ملک کښ داخل شه نو هر هغه سړي که زوړ دي او که ځوان دي چه ځما ويل قبول کړي او هزيان نۀ بلکه معتبريي وګنړي او ټولي جګړي پريږدئ هغه به کامياب شي نو مناسب دي اوس تاسو د حکم قاضي په طرف راشئ او په تيرو کړو باندي پښيمانه شئي او ځما ويل په خپل حق کښ ځما يولوئ احسان وګنړئ هم په دغه کښ ځما او ستاسو خوشحالي ده او هر يو سړے چه ځما خبره قبوله کاندي زه اميد کوم چه خدائ به د هغه د زړه کمزورتيا لري او دهغه رنج و غم ورک او دهغه احوال درست کاندي يه خلق ماته معلوميږي او ځما فراست وائ چه دا بلا د