مجموعہ اشتہارات (جلد 3) — Page 249
اطاعت وکړي او سر کشي مه کوئ او خدائ يادوئ او غفلت پريږدئ او ټول په اتفاق د خدائے پړي ونسئ او تفرقه د منز نه وباسئ او تزکئ د نفسونو وکړے نه چه ضد ددے او طهارت د باطن پيدا کړئ نۀ چه پليدي او عبادت د خپل خدائ په اخلاص کوئ او شريک ورله مه نسئ او صدقے ورکوئے او بخل پريږدئ کوشش و کړي د اسمان په طرف د ختلونه چه په زمکه کښ د ننوتلو اوپه خپلو ضعيفانو باندي رحم کوئ چه په تاسو باندي هم رحم وکړي شي او دخداي او دخپلو بادشاهانو اطاعت کوئ مخلافت مه کوئ او د حاکمانو په حکمونو او فيصلو او پروانو وغيره کښ د هغوي مخالفت مه کوئ او دهغوي د رضا نه بر خلاف يو قدم هم مخکي ورستو مه اګدئ او هر کله چه هغوي حکم وکړي نو فورا حاضر شئ او دهغي په بللو سستي مه کوئ او دهغوي د قانون نه خلاف ورزي مه کوئ او دهغوي بد مه وايئي او هر کله چه يو خدمت درته وسپارلي شي نو ډير زر حکم منئي او دهغئ د تعميل سعي کوئ ان که د غرپه سر ختل راشي هم او د جاهلانو په شان عذرونه مه جوړوئ او د ناکاره سړو په شان انکار مه کوئ او ښه پوي شئ چه ټوله سلامتيا په قبلولو د حکمونو کښ ده او ټوله ملامتيا په نافرماني او په جګړو کښ او زه ده خدائ شکر کوم چه هغه مونږ له زمانه د سلطنت د برطاني راکړے ده او د هغي په ذريعه يي ډيرے ډيرے مهربانيئ او فضل يي په مونږ کړي دے مونږ د دے سلطنت په راتلو د قسم قسم نعمتو نه وموندل۔زمونږ قوم علم او تهذيب زده کړه او د ډنګرو د ژوندانه نه خلاصي د هغوي نصېب شو۔او د حيواني جذبونه وتل او په انساني کمالات باند رسيدل هغوي لرا نصيب شو ګويا مونږ په طفيل د دي ګورنمنټ د اميد او د فکر نه تير