مجموعہ اشتہارات (جلد 3) — Page 248
بدګماني کوي او په جنګونو او په مقابلو د هغوي په معاملو کښ خلل راولي او په شان د وفادارانو او د سعادتمندو دهغوئ ادب نۀ کوي او دهغوئ حکمونه نه مني او غواړي پريکول دهغي څيز چه خدائ ساز کړي دے او غواړي دفع کول د هغه شي چه خدائ په ډير لوئ حکمت راوړي دے۔دريم سبب دادي چه خلق د هغه امام په قبلولو کښ بخل و کاند چه د صدئ په سر کښ مبعوث شي او سره د ځليدونکو دليلونو راليږلي شوي دي او د قصد د بخل او د کيني نه د هغه د نشانونو انکار وکاند او دهغه ايزادهي او تحقير او تکفير وکړي او دا غواړي چه په تُروُ او په بلو قتل د هغه امام وکړي او د ظلم او د فريب مقدمي تر حاکمانو ورسوي او اصلي خبره پټه کړي څلورم سبب دادي چه خلق په مثال د ميږو او د چنجو د يو بل په خوراک راولګي او څه د رحم په هغوئ کښ پاتي نه شي او رحم په مخلوق باندي کول او د لوئ وړکي د حق رعايت کول پريږدي ياد ولرئ چه د دے ورکونکي طاعون هم دغه څلور سببونه دي زه د خدائ نه دعا کوم چه هغه مونږ او زمونږ خپلوان په خپل فضل او کرم د دے بلا نه وساتي او ځما په نزدهم دغه لويي سببونه دي او نه پوهيږي په دے ليکن چه هوښياران وي نو د خداے نه ويره و کړئے او که سلامتي غواړے نو ددے سببونو نه ځان و ساتي او ما اول له دے نه هم ويلي وو خو تاسو ورباندے غوږ و نساته او مادرته لارښيلي وه ولي تاسو هدايت وانه خست او ما وښو ليکن تاسوونه ليدنن ځما په زړه کښ راغلي دي چه يو ځل بيا درته وصيت وکړم او د ځان بريت د پاره حجت پيدا کړم واورئ او مخ مه جارباسئ اتقا ونسئ او فسق او فجور پريږدئ او ودريږئے د خدائ دپاره او مه کيښنئ او