مجموعہ اشتہارات (جلد 3)

by Hazrat Mirza Ghulam Ahmad

Page 247 of 493

مجموعہ اشتہارات (جلد 3) — Page 247

بزبان پشتو الطاعون بسم الله الرحمن الرحيم حمد خداي لرا او سلام دوي د هغه په برګزيد و بندګانو په رونړو په هوښيارانو خدائ دے په دواړه جهان په تاسو رحم و کاند پوه شئ چه طاعون ستاسو په ښهرونو کښ ډيري وا چولے او ستاسو جګرونه يي ټوټي ټوټي کړل او ستاسو ډير دوستان پلاران زامن لونړان خزئي او همسايګان يي درنه و تښتول او ستاسو ده پاره په دے کښ د حکيم او د کريم خدائ د طرف نه لوئ ابتلا او امتحان دے او واورئ چه هره يوه بلا چه نازليږي د هغي څلور سببونه وي او د ابتدا نه فطرت نه سنت د خدائ هم دغه شان جاري دي۔اول سبب دا دے چه خلق د خدائ د خوشحالي د لارونه واوړي او عفت او عبادت پريږدي او د هغه حقونه تلف کاند او په غرور او تکبر ژوندون تيروي او د آخرت فکر او د فسق او د فجور پرواه او د خدائ د حدونو لحاظ نه کوي او د هغه حکمونه د پښو د لاندي مږي او دهغه په مخامخ بدکاري اور بيباکئ سره په جرمونو باند اصرار کوي او هغه له قهر ورولي دويم سبب دا دے چه خلق د هغه د اولوالامرو نافرماني کوي چه د خدائ د مصلحت نه هغوئ له ورکيږي او هغوي د رعيت د غلي د انبار د پاره په مثال د ټاپي وي او چه رعا يا مفسده او باغي شئ او پښي د اطاعت د پړي نه اوباسي او په معروفو خبرو او په جائزو امرونو کښ د هغوي مدد نه کوي او د هغوي په نسبت